۰

ننګرهار کې ۲۰ طالبان او ۹ داعشیان د سولې پروسې سره یو ځای شول

پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه شل کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای او دغه راز ۹ داعش وسله وال حکومت ته تسلم شول.
ننګرهار کې ۲۰ طالبان او ۹ داعشیان د سولې پروسې سره یو ځای شول
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه شل کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای او دغه راز ۹ داعش وسله وال حکومت ته تسلم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني نن پنشنبې د لیندۍ ۲۹ مه په یوه خبري غونده کې و وی، چې ۲۰ تنه طالبانو، چې په چپرهار، پچيراګام، هسکې مېنې، خوږياڼو، اچين او نازيانو ولسواليو کې يې دولت ضد کړنې ترسره کولې، د سولې له بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار والي د سولې له پروسې سره طالبانو د یو ځای کېدو لامل د ملي امنیت هلې ځلې او دغه راز په یادو سیمو کې د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات یاد کړل.

د هغه په وینا دا چې په یادو سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل شوي او د پر وسله والو کړۍ تنګه شوې، نو له امله یې ۹ داعشیان هم افغان حکومت ته تسلم شول.

د ننګرهار د والي په وینا دغه وسله والو ۲۶ میله سپکې او درنې وسلې هم د ملي امنیت ادارې ته سپارلې دي.

په ورته وخت کې د سولې پروسې سره یو ځای شوي طالبان وايي، دوی ته وسلې  او مهمات ورته د پاکستان هيواد ورکول او هغوی جګړو ته هڅول.

له دغه کسانو یو تن محمد خطاب چې په پچیراګام کې یې وسله وال فعالیت درلود و ویل، په دې وروستيو کې د سولې په تړاو د حکومت پيغامونو او د جګړې د حراموالي په تړاو د ديني عالمانو وروستيو فتواوو دې ته اړ کړ، چې سولې بهير سره يوځای شي.

بل خوا حکومت ته تسلیم شویو داعشیانو هم په خپلو کړڼو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې په لارو کې د بمونو له ښخولو نيولې، پر پوستو بريدونه، د خلکو وژل او نورو ډيرو ورانکاره کړنو کې برخه اخيستې ده.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي