۰
د رسنیو له استازو سره د کورنیو چارو وزارت ناسته:

اسلامي امارت د بیان آزادۍ او د خبریالانو خونديتوب ته ژمن دی

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۷
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، اسلامي امارت په هېواد کې د بیان آزادۍ او د رسنیو او خبریالانو خونديتوب ته ژمن دی او غواړي ګډ کار ورسره وکړي.
اسلامي امارت د بیان آزادۍ او د خبریالانو خونديتوب ته ژمن دی
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، اسلامي امارت په هېواد کې د بیان آزادۍ او د رسنیو او خبریالانو خونديتوب ته ژمن دی او غواړي ګډ کار ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو رییس مولوي عبدالحکیم حمدي او د مطبوعاتو رییس قاري سعیدي خوستي، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د رادیو په پرانست او د رسنیو د مسوولینو سره په غونډه کې وکړې.

غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی و ویل، چې د رسنیو له مسوولینو او استازو سره د دغه وزارت د چارواکو د لیدنې موخه دا ده، چې د رسنیو او خبریالانو په برخه کې ستونزې په ګډه حل کړي.

ښاغلي خوستي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د بیان آزادۍ، د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی او په همدې خاطر یې د رسنیو له استازو سره ناسته په پامه کې نیولې ده.

نوموړي رسنیو او خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو په حل کې به په ګډه کار کوي، او که کوم چېرته ستونزه وي هڅه کوي، چې په وخت ورته رسیدګي وشي.

په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ رییس مولوي عبدالحکیم حمدي هم په ټولنه کې د رسنیو پر اهمیت خبرې وکړې او رسنۍ او د بیان آزادي یې د هرې ټولنې یو لومړیتوب وباله.

خو ټینګار یې وکړ، چې رنسۍ او خبریالان باید خپل مسلک او د حقیقت څرګندونو ته ژمن وي او داسې عمل وکړي، چې د ټولنې په ګټه وي نه په زیان.

د هغه په وینا رسنۍ د انساني ټولنې د دماغ او فکر حیثیت لري نو که چېرې د یوه انسان فکر او دماغ روغ وي، پر سمه لار ځي او مثبت کردار ادا کوي او ټولنه د سمون خوا ته بیايي او که خراب وي، نو ورانۍ رامنځ ته کوي.

نوموړي و ویل«رسنۍ هغه څه دي، چې انسانان او ټولنې سره تړي او دا یې لوی کار دی، نو که رسنۍ په حقیقت ولاړ وي کړنې یې په عبادت کې حسابېږي او که حقیقي خبر کې تاویل راولي په ګناه کې حسابېږي، موږ د مسلمانو په توګه دنده لرو، چې حقیقت ټولنې ته وړاندې کړو، له ابهام او الزام نه ځان وساتو.»

ښاغلي حمدي د افغانستان د ټولو رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د هېواد په بیا رغونه او د دې ملت په یووالي کې مثبت کردار ادا کړي.

حمدي وايي، د دوی هدف د هېواد د وګړو یو موټی کول دي او دا د رسنیو مسلکي، انساني او اسلامي مسوولیت هم دی، چې خپل مثبت رول ادا کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ رییس خبریالانو او رسنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت غواړي له دوی سره په ګډه د ستونزو په حل کې برخه واخلي.

په دغه غونده کې د ژورنالستان د یوې ټولې مشر حفیظ الله بارکزي هم رسنۍ او خبریالان مسلکي توب او د حقایقو برنډولو ته وهڅول خو په ورته وخت کې یې پر طالبانو ځینې نیوکې هم وکړې، چې په ځینو سیمو کې یې رسنیو ته خنډونه جوړ کړي او سانسور کړې یې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د رسنیو او خبریالانو د ستونزې د حل لپاره باید لومړی اسلامي امارت د خبریالانو او رسنیو لپاره خپله پالیسي اعلان کړي، تر څو هغوی ځان ورسره جوړ کړي.

دغه راز نوموړي له امارت نه دا هم وغوښتل، چې د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټو د شکایتونو اورېدو او نور اړونده کمېسیونونه رامنځ ته کړي.

همدارنګه بارکزي نیوکه وکړه، چې ځینې طالبان له رسنیو او خبریالانو سره بلد نه دي او ناسم چلند ورسره کوي، نو امارت ته بویه چې هغوی ته له خبریالانو او رسنیو سره د چلند په اړه لنډمهالي کورسونه جوړ کړي تر څو ستونزې نه وي او همغږي رامنځ ته شي.

بارکزي دغه راز زیاته کړه، چې په ځینو ولایتونو او سیمو کې طالبان وړاندې له دې چې کوم خبریال خپل راپور نشر کړي لومړی یې دوی ګوري، که یې خوښ و د نشر اجازه ورکوي که نه و، نو اجاز نه ورکوي، چې په وینا یې دا خپله سانسور دی.

همدارنګه  ژورنالستانو د ټولنې مشر بارکزي د رسنیو اقتصادي ستونزو ته هم اشاره وکړه او له امارت نه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې لاس په کار شي او د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزو ته حل لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي