۰

په ۷ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوه

شنبی ۲۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، چې دوی په ۷ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړې ده.
په ۷ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل شوه
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکي وايي، چې دوی په ۷ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې نن شنبې د لړم ۲۲ مه د پاسپورټ رییس مولوي علم ګل حقاني په یوه خبري ناسته کې وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې پر کابل سربېره، کندهاز، هرات، بلخ، خوست، پکتیا، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش لړۍ سر له نن څخه پیل شوې ده.
 
ښاغلي حقاني د دغه ولایتونو له اوسېدونکو وغوښتل، چې نور کابل ته د پاسپورټ تر لاسه کولو په موخه مراجعه ونه کړي، بلکې له خپلو ولایتونو یې د تر لاسه کړي.

هغه د پاسپورټونو د شتونو په اړه و ویل، چې دوی دا مهال ۹ لکه پاسپورټه تیار لري، ۶ سوه زره د اړوند کمپنۍ سره تیار چاپ ایښي او د څلور نیم میلیونه نورو پاسپورټونو پر چاپ هم کار روان دی.
 
حقاني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دوی به د پاسپورټ له کمښت سره مخ نه شي، خو په ورته وخت کې یې ترې وغوښتل، چې له هغه کسانو پرته چې تر اوسه یې نوم لیکنه کړې، نور څوک د پاسپورټ تر لاسه کولو هڅه ونه کړي.

د نوموړي په وینا دوی اوس مهال د ورځې درې زره هغه کسانو ته د پاسپورټ د ورکړې وړتیا لري، چې له وړاندې یې په انلاین ډول نوم لیکنه کړې او کارونه یې تر یوه بریده خلاص شوي دي.

ناروغانو ته د پاسپورټ ورکولو په برخه کې ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې یو شمېر کسان د روغتیا وزارت د جعلي ټاپو په وهلو سره د پاسپورټ تر لاسه کولو هڅه کوي، چې په وینا یې له دې کار باید ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاسپورټ ریاست له دې وروسته د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې عاجلو ناروغانو ته پاسپورټ ورکوي، هغه هم له دې وروسته چې د پاسپورټ ریاست د تخنیکي ټیم له خوا وڅېړل شي.

ده و ویل«له دې وروسته به د ناورغانو په اړه څېړنه کېږي، که واقعآ ناروغ و، پاسپورټ به تر لاسه کړي، که نه و، نه ورکول کېږي.»

د یادونې ده، چې مخکني حکومت په سقوط او کابل ته د طالبانو په راتګ سره تر یوې اوږدې مودې پورې د پاسپورټونو د وېشل بهیر بند شوی و، خو څه باندې میاشت وړاندې بېرته پیل شو.

د پاسپورټ ریاست د تازه معلوماتو له مخې له هغې چې دوی د وېش لړۍ پیل کړې تر اوسه پورې ۱۰۰ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي، چې له درکه یې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ عاید د دولت خزانې ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي