۰
د کورنیو چارو وزارت:

د زینب قاتل نیول شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۲
د کورنیو چارو وزارت وایي، چارواکي یې په کابل کې د هغه نجلۍ کورنۍ ته د خواخوږۍ او بښنې غوښتلو لپاره ورغلي چې لور یې د یوه طالب وسله وال له خوا په خطايي ډوول وژل شوې وه.
د زینب قاتل نیول شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وایي، چارواکي یې په کابل کې د هغه نجلۍ کورنۍ ته د خواخوږۍ او بښنې غوښتلو لپاره ورغلي چې لور یې د یوه طالب وسله وال له خوا په خطايي ډوول وژل شوې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زینب په نوم یوه انجلۍ تېره اوونۍ د کابل د ۱۳ امنیتي حوزې اړوند د برچي په سیمه کې په یوه چک پانټ کې د یوه طالب ساتونکي له خوا په خطايي ډول په ډزو وژل شوې وه.

پرون سه شنبې د زمري ۲۸ مه د همدې پېښې له امله د کورنیو چارو وزارت چارواکي د یادې نجلۍ کورنۍ ته د خواخوږۍ او بښتنې غوښتلو لپاره ورغلي وو.

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي دغه کورنۍ ته ډاډ ورکړ، چې د زینب قاتل نیول شوی او د قانون منګلو ته سپارل شوی دی.

نوموړي ویلي، هېڅوک تر قانون لوړ نه دي او په ټولو به یو ډول قانون عملي کېږي.

دغه راز د کورنیو چارو د وزیر په امر د زینب له کورنۍ سره شپږ سوه زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي