د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د یوې غړې حبیبه دانش زوی زبیر چې مشهور په (عقاب تخار) دی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع نن سې شنبه د چنګاښ ۲۴ مه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې زبیر (عقاب تخار) عدلي او قاضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی.
په دې وروستیو کې د زبیر مشهور په (عقاب تخار) لخوا د کابل ښار په ځینو سیمو کې د غیر قانوني وسلې ګرځولو او ډزو له امله خلکو شکایتونه کړي و.
خو زبیر دانش پر خپل فېسبوک پاڼه پر ده لګول شوي تورنه بې اساسه بللي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل