۰

کابل کې د غلو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۵
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د غلو د یوې څلور کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې د غلو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د غلو د یوې څلور کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه  غله پرون سه شنبې د پولیسو په اوپراتیفي عملیاتو کې  د کابل ښار د ۱۵ حوزې اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه څلور تنه غلو د ۱۵ او ۱۶ مو حوزو په  سیمو کې  په غلاو لاس پورې کړی و، چې  یو میل کمري وسله، یو عراده کرولا موټر او دوه نمبر پلېټونه ورسره نیول شوي دي.
 
بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل، دایکنډي ننګرهار او  خوست کې د نشه يي توکو ۱۰ تنه پلورونکي هم د پولیسو له  خوا نیول نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا له دغه قاچاقبرانو څخه پنځه تنه د ننګرهار په خوګیاڼو او چپرهار کې، دوه تنه په دایکنډي کې، دوه تنه په کابل او یو تن هم په خوست کې نیول شوي دي.

وزارت وايي، له نیول شویو کسانو یوه اندازه نشه توکي (هیروئین، چرس، کرستال او تریاک) او څو عرادې نقلیه وسایل او وسلې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي