کورنیو چارو وزارت د سمنګان ولایت د یوه پخواني والي او دوه ښاروالانو چې یو یې پخوانی او بل یې برحاله و د فساد په تور د نیولو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان د وزرات د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا د فساد په تور نیول شوي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه درې کسان له خپلې دندې د ناوړه استفادې، غیر قانوني اجراتو، د دولتي املاکو په غصب او اختلاس کې په لاس لرلو تورن او نن سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې د سمنګان پخوانی والي خیرالله انوش، د ایبک اوسنی ښاروال فیروزالدین تګین او دغه ښار پخوانی ښاروال محمد حیدر خرمي شامل دی.
ارین زیاتوي، چې په دغه کسانو د ۶۰۰ میلیون افغانیو د اختلاس تور دی او له دوی سره یو ځای یې یو شمېر همکاران هم نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل