۰

د کابل په ختیځه دروازه کې له یوه موټر څخه ۲۰۰ میله وسلې تر لاسه شوې

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
کورنیو چارو وزارت وايي، د کشف د عمومي ریاست ځواکونو له خوا د کابل په ختیځه دروازه کې له یوه باروړونکي موټر څخه ۲۰۰ میله وسلې تر لاسه شوې دي.
د کابل په ختیځه دروازه کې له یوه موټر څخه ۲۰۰ میله وسلې تر لاسه شوې
کورنیو چارو وزارت وايي، د کشف د عمومي ریاست ځواکونو له خوا د کابل په ختیځه دروازه کې له یوه باروړونکي موټر څخه ۲۰۰ میله وسلې تر لاسه شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د کب ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کشف او استخباراتي معلوماتو پر اساس یو باروړونکی موټر چې په هغې کې وسلې او مهمات ځای کړل شوي و د کابل په ختیځه دروازه کې ونیول شو.

په خبرپانه کې ویل شوي، دغه وسلې او مهمات په قاچاقي ډول له ننګرهار څخه کابل ته راوړل کېدې، چې د کابل په ختیځه دروازه کې ونیول شوې.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه موټر چې له پاکستان څخه یې وسلې او مهمات په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل، په کې ۲۰۰ میله ډول ډول وسلې، مهمات او هغه چرې، چې په ځانمرګو واسکټونو کې کارول کېږي د پولیسو لاس ته ورغلې.

یاد وزارت ویلي، چې د دغه وسلو د قاچاق په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي