۰

د اخترپه ورځ په ارګ د توغندیز برید طراح ونیول شو

یکشنبه ۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۶
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیس ځواکونو هغه کس نیولی، چې د اختر په ورځ یې د لمانځه پر مهال په ارګ توغندي ویشتلي وو.
د اخترپه ورځ په ارګ د توغندیز برید طراح ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیس ځواکونو هغه کس نیولی، چې د اختر په ورځ یې د لمانځه پر مهال په ارګ توغندي ویشتلي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د دغه بریدونو طراح مومن خان نومېږي او درې ملګري یې هم ورسره نیول شوي دي.

د ستانکزي په وینا ځانګړو پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې مومن خان او د هغه درې ملګري د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نیولي دي.

دی وايي، مومن خان د طالبانو مهم قوماندان او دغه راز د اختر په ورځ د لمانځه پر مهال په ارګ د توغنديي بریدونو طراح دی.

په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، نیول شويو کسانو د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو په ځانګړې توګه پغمان ولسوالۍ کې د ترهګریزه بریدونو په طراحۍ او لارښوونه کې فعال رول درلود.

سرچینه زیاتوي، چې له دې کسانو دوه سیټه موبایلونه او یو شمېر اسناد او شواهد هم تر لاسه شوي دي.

د یادونې ده، چې د لوی اختر په لومړی ورځ په داسې حال کې، چې ولسمشر غني او نور لوړ پوړي چارواکي او سیاسیون پر لمانځه ولاړ و، د کابل ښار د پروان سه له سیمې په ارګ توغندیز برید وشو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي