۰

د کورنیو چارو وزارت: ټول بې اسنادو موټر به ضبط شي

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۸
کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.
د کورنیو چارو وزارت: ټول بې اسنادو موټر به ضبط شي
کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۲۳ مه خپره کړې اعلامیه کې له هغه هېواد والو مننه کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې یې خپلو موټرو ته قانوني اسناد اخیستی دي.

خبرباڼه کې ویل شوي، چې نور د بې اسنادو موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.
 
وزارت ویلي، د وسایطو د ګرځونې په برخه کې جدي څارنه روانه ده او که چېرې بې اسناده موټر تشخیص شي، په هماغه شېبه درول کېږي.
 
خبرپانه کې راغلي، کابل د نوي کال په لړ کې د نورو ولایتونو د هېوادوالو کوربه وي، چې ځینې یې له دې لارې مزارشریف ښار ته د تفرېح په موخه ځي.
سرچنه وايي، نو ځکه ټولو ته خبر ورکول کېږي که چېرې څوک د بې اسناده موټر په وسیله کابل ښار ته د ننه کېدو هوډ ولري، واسطه یې د پولیسو لخوا درول کېږي او خپله کس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.
 
کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاریانو همکاري اړینه ده.

دغه وزرات زیاتوي، په وروستیو کې لیدل شوي چې ترهګرو او انسان تښتوونکو د بې اسناده موټرو په وسیله په جنایت لاس پورې کړی.

وزارت ټینګار کړي، چې د خلکو د امنیت ساتنه یې بنسټیز لومړیتوب دی، نو ځکه له خلکو غواړي، چې له خپلو پولیسو سره همکار پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي