د کورنیو چارو وزارت: ټول بې اسنادو موټر به ضبط شي

23 حوت 1399 ساعت 11:28

کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.


کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۲۳ مه خپره کړې اعلامیه کې له هغه هېواد والو مننه کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې یې خپلو موټرو ته قانوني اسناد اخیستی دي.

خبرباڼه کې ویل شوي، چې نور د بې اسنادو موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي.
 
وزارت ویلي، د وسایطو د ګرځونې په برخه کې جدي څارنه روانه ده او که چېرې بې اسناده موټر تشخیص شي، په هماغه شېبه درول کېږي.
 
خبرپانه کې راغلي، کابل د نوي کال په لړ کې د نورو ولایتونو د هېوادوالو کوربه وي، چې ځینې یې له دې لارې مزارشریف ښار ته د تفرېح په موخه ځي.
سرچنه وايي، نو ځکه ټولو ته خبر ورکول کېږي که چېرې څوک د بې اسناده موټر په وسیله کابل ښار ته د ننه کېدو هوډ ولري، واسطه یې د پولیسو لخوا درول کېږي او خپله کس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.
 
کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاریانو همکاري اړینه ده.

دغه وزرات زیاتوي، په وروستیو کې لیدل شوي چې ترهګرو او انسان تښتوونکو د بې اسناده موټرو په وسیله په جنایت لاس پورې کړی.

وزارت ټینګار کړي، چې د خلکو د امنیت ساتنه یې بنسټیز لومړیتوب دی، نو ځکه له خلکو غواړي، چې له خپلو پولیسو سره همکار پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com