۰

ملي امنیت افغانستان کې د داعش ډلې مشر نیولی دی

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۰۰
د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش وسله وال ډلې د مشر اسلم فاروقي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ملي امنیت افغانستان کې د داعش ډلې مشر نیولی دی
د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش وسله وال ډلې د مشر اسلم فاروقي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن شنبې د وري ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلم فاروقي د نیول کېدو پخلی کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر دی په د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یو لړ پېچلو عملیاتو کې نیول شوی دی.

خبرپاڼه وايي، له فاروقي سره یو ځای د هغه ۱۹ تنه ملګري هم نیول شوي، چې قاري ذاهد او سیف الله چې په ابوطلحه پاکستاني مشهور دی شامل دي.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، د ډېورنډ کرښې پورې غاړې د اورکزۍ اېجنسۍ د اخندزاده ګانو د کلي اصلي اوسېدونکي دی.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې اسلم فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د سیمې د استخباراتي سازمانو له پتو اړیکو پرده پورته کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي فاروقي له دې وړاندې په پېښور کې د داعش ډلې نظامي قوماندان، وروسته د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د داعش د عملیاتو مسوول او په خیبر اېجنسۍ کې یې فعالیت درلود.

د ملي امنیت ریاست وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابو سعید باجوړي تر وژل کېدو عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، د داعش د خرسان څانګې (افغانستان) د والي په توګه وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي