۰

ملي امنیت پر امرالله صالح د برید طراح نیولی دی

سی شنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د ملي امنیت ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید یو پلان کوونکی او طراح یې نیولی دی.
ملي امنیت پر امرالله صالح د برید طراح نیولی دی
د ملي امنیت ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید یو پلان کوونکی او طراح یې نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست پرون دوشنبې د وري ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.

سرچینه وايي، نیول شوی کس عبیدالله نومېږي، چې په فاروق، بلال او ابراهیم په مستعارو نومونو مشهور او د حقاني شبکې غړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالله په ۱۳۹۶ کې په پېښور ښار کې له حقاني شبکې سره یو ځای شوی او هلته یې په یوه کمپ کې نظامي زده کړې کړې دي.

ملي امنیت زیاتوي، عبدالله نومي هڅه کوله، په ولسي جرګې کې د هلمند پخوانی استازی جبار قهرمان ووژني، خو د هغه له وژل کېدو وروسته، پر ښاغلي صالح د برید لپاره د هغه له ګوند «زرغون بهیر» سره یو ځای شو او هلته یې بیا ځانمرګی برید پلان کړ.

ملي امنیت ریاست وايي، عبیدالله پر ولسمشر غني، مرستیالانو یې، د مصالحې د عالي د شورا پر مشر، د ملي امنیت پر پخواني مشر رحمت الله نبیل، مدني ټولنو پر استازو، د رسنیو پر کارکوونکو او نورو مخورو کسانو د بریدونو لارښوونې ترلاسه کړې وې.

همدارنګه ملي امنیت زیاته کړې عبیدالله پر یوې مدني فعالې سیلۍ غفار یې هم د ځانمرګي برید پلان جوړ کړی و، خو د خپل پلان تر عملي کېدو مخکې ونیول شو.
 
تر اوسه طالبانو او حقاني شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي