۰

محب د پاکستان له ځانګړي استازي او ورسره پلاوی سره لیدلي

دوشنبه ۶ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان او ورسره پلاوی سره لیدلي دي.
محب د پاکستان له ځانګړي استازي او ورسره پلاوی سره لیدلي
د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان او ورسره پلاوی سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب او پاکستان پلاوي لیدنه پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه شوې او دواړو لورو د افغان سولې بهیر تر څنګ د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې چې د پاکستان پوځي او استخباراتي استازو هم په کې برخه درلوده د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

د پاکستان ځانګړي استازي له ښاغلي محب سره په لیدنه کې ټینګار کړي، چې اسلام آباد له افغانستن سره د سولې په برخه کې همکاری دی.

د دغه ناستې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل کېږي، چې صادق خان او ورسره پلاوی د یو شمېر نورو افغان چارواکو سره هم لیدنې کړې دي.

ویل کېږي صادق خان او ورسره پلاوی لا هم کابل کې دی او له افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر او په ځانګړي ډول د ترکیې کنفرانس په اړه به خبرې اترې وکړي.

خان او ورسره پلاوی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي او له افغان چارواکو سره ګوري، چې تېره اوونۍ ولسمشر غني په یوه غونډه کې و ویل، چې اوس د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.

د هغه په وینا که پاکستان دوستی انتخاب کړه افغانستان چمتو دی، چې منځۍ آسیا او یو شمېر نورو هېوادونو سره د پاکستان د اړیکو په پراخولو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي