۰

جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده

پنجشنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۰
د ملي امنیت ریاست امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده
د ملي امنیت ریاست امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سادات پر خپله ټوېټر پانه د استعفا خبر ورکړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جنرال خوشحال سادات کابو ۳ میاشتې وړاندې د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه وټاکل شو، چې وروسته ډېر ژر د همدې ریاست امنیتي مرستیال وټاکل شو.

خو ویل کېږي جنرال سادات له دغه تبدیلي سره موافق نه و نو ځکه یې استعفا ورکړې ده.

بل خوا ویل کېږي اباسین بریال د جنرال سادات پر ځای د ملي امنیت ریاست امنیتي مرستیال ټاکل شوی دی.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې ولسي جرګه کې د خوست ولایت استازی او پخوانی د کمپاین ځواکونو قوماندان د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي