۰
ملي امنیت:

خوست کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي

چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۲
د ملي امنیت ریاست خوست ولایت کې د یوه مهم قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۷ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
خوست کې د یوه قوماندان په ګډون د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي
د ملي امنیت ریاست خوست ولایت کې د یوه مهم قوماندان په ګډون د حقاني شبکې د ۱۷ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن چهارشنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملي امنیت ځواکونو د خوست په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې عملیات کړي او د حقاني شبکې یوه هسته یې له منځه وړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د یوه مهم قوماندان سبیل حمیدي په ګډون د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي دي.

ملي امنیت زیاتوې، په عملیاتو کې د مکتب بازار، زمبر، نوري، ميرشاه، چينه او توده کلي، فقیرانو ډنډ او پرته غونډۍ سيمې د حقاني شبکې څخه پاکې او یوه اندازه وسلې یې کشف او ضبط شوې دي.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي«عملیاتو په لړ کې د تل په شان دښمن د ټولو نړۍوالو او بشري حقونو د شته موازينو پر خلاف يو وار بیا يوه مور او ماشوم د زمبرکلينيک په سیمه کې له وسلې څخه په استفادې اړويستي وو چې د پوځي کاروان د لارې په اوږدو کې د دوی له لوري جوړ شوی بوشکه اي ماين خښ کړي چې د ماين خښولو پر مهال طالب ترهګرو د دې لپاره چې د خلکو احساسات را وپاروي له ريموټ کنټرول څخه په استفادې ماين ته چاودنه ورکړه چې مور او ماشوم پکې شهيدان شول او دوی يي د بدن له غوښو څخه د تبلیغاتي ابزار په توګه ګټه پورته کړه.»
 
ملي امنیت ټینګار کړي، چې د حقاني ترهګرې شبکې په خوست کې د خپلې ماتې او تلفاتو د پټولو لپاره د څو تنکيو ماشومانو هغه انځورونه چې د دوی په بمي چاودنو کې شهيدان شوي وو د منفي تبلیغاتو لپاره وسیله کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي