۰

د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مشر ته هرات ته سفر اجازه نه ده ورکړل شوې

یکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۷
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالټنې ټاکنیز ټیم مشر او د اوبو او برېښنا پخواني وزیر علي احمد عثماني ادعا کړې، چې هرات ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مشر ته هرات ته سفر اجازه نه ده ورکړل شوې
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالټنې ټاکنیز ټیم مشر او د اوبو او برېښنا پخواني وزیر علي احمد عثماني ادعا کړې، چې هرات ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عثماني ویلي، دی نن هرات ولایت ته د خپلوانو د وداه په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و، خو امنیتي ځواکونو هغه الوتکې ده، چې دی په کې تله د پرواز اجازه نه ده ورکړې.

هغه ادعا کړې، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر امنیتي کسانو د قانون خلاف مسافر برمته کړي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې تر ساعت ځنډ وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله په مستقیمه مداخله د هغه الوتکې ته اجازه ورکړل شوې چې پرواز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي