۰

خلیلزاد د پڼځو اسیايي هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
خلیلزاد د پڼځو اسیايي هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې خلیلزاد نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱ مه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزیستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.
 
نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره یې د افغان سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو او په یاد بهیر کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د رول په اړه هم خبرې کړي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو باثباته او سوکاله افغانستان د منځنۍ آسیا لپاره مهم بللی دی.

هغه ویلي«یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمه یزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سوله ییزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي.»

د خلیلزاد په وینا په دغه لیدنه کې په یادو هېوادونو کې د پانګونې او د پولې په شااوخوا کې د فرصتونو په اړه هم غږېدلی دی.

دی وايي« ما په تاشکند کې ښه ملاقاتونه لرل، ورځ مو له باندنیو چارو وزیر کاملوف او ځانګړي‌ استازي ارګاشف سره پیل کړه او بیا د سي ۵+۱ له پاتو باندنیو چارو وزیرانو (تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قیرغیز جمهوریت) سره یوځای شوو.»

د یادونې ده، چې خلیلزاد د تیرې جون میاشتې پر ۲۸مه پر افغان سولې د بحث لپاره قطر، ازبکستان او پاکستان ته سفر پيل کړ.

نوموړي په قطر کې له طالب استازو سره تر لیدونو او خبرو وروسته کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او مصالحې د عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي.
 
عبدالله ویلي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې د تاوتریخوالي کمېدو، د بندیانو د تبادلې، د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو او د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله ټینګار کړي، چې بین الافغاني خبرو او سولې ته د رسېدو په هدف باید ټولې خواوې تاوتریخوالی کم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي