۰

عبدالله عبدالله ایران ته ځي

پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ایران ته په رسمي سفر ولاړ شي.
عبدالله عبدالله ایران ته ځي
 ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ایران ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم یادې شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې عبدالله به ایران ته په رسمی سفر ورشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونده کې ویلي، ښاغلی عبدالله به راتلونکې اوونۍ ایران ته په درې ورځني سفر ولاړ شي.

ویل کېږي له عبدالله سره د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي، د ولسي جرګې استازي، د کابینې غړي او نور چارواکي هم ملتیا وکړي.

دی به هلت د ایراني ولسمشر حسن روحاني په ګډون له یو شمېر ایراني چارواکو سره وګوري.

د عبدالله سفر عمده موخه د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړي کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراخول ښودل شوي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان او هند ته د عبدالله د سفر موخه هم همدا وه او تر دې سفر وروسته د یادې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي و، چې ښاغلی عبدالله به په نېږدې راتلوونکې کې ځینې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي