۰
عبدالله عبدالله:

که د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي نه یې منم

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۴
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې که د ټاکنو پایلې اعلان کړي وبه یې نه مني.
که د ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي نه یې منم
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې که د ټاکنو پایلې اعلان کړي وبه یې نه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون ځینو غړو ویلي، چې ډېر ژر به د کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون یوه کمېشنر اورنګ زېب ویلي، کمېسیون به نن یا سبا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

خو د ثبات او همپالنې ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه د ټاکنو کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې پایلې  اعلان نه کړي.

ډاکتر عبدالله ویلي، تر هغه چې کمیسیون د دوی غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی باید پایلې اعلان نه شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې که کمیسیون د دوی غوښتنې بررسي نه کړي او پایلې اعلان کړي نو پایلې ورته د منلو نه دي.

د ټاکنو کمېسیون او ډاکترعبدالله د ټیم تر منځ په هغه ۳ سوه زره رایو باندې له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې لانجې دي، چې د ثبات او همپالنې ټیم یې باطلې بولي او د باطلېدو غوښتنه یې کوي، خو کمېسیون بیا وایي، دوی له څېړونو پرته یوه رایه هم نه شي باطلولی.

همدا لامل دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو چې د تلې میاشتې په شپږمه تر سره شوې پایلې لا تر اوسه نه دي اعلان شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي