۰
عبدالله عبدالله:

د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو خوبونه له سره وباسي، د تقلبي حکومت مخه نیسو

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په ټول توان به د یوه تقلبي حکومت د جوړېدو مخه ونیسي.
د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو خوبونه له سره وباسي، د تقلبي حکومت مخه نیسو
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په ټول توان به د یوه تقلبي حکومت د جوړېدو مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه د ټاکنو کمېسیون په دې هم تورن کړی، چې د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم په لارښوونه او غوښتونو عمل کوي.

نوموړي ټینګار کړی، که د ټاکنو کمېسیون د ده په وینا غیر قانوني کړنو ته دوام ورکړي، نو دوی به اجازه ورنکړي، چې تقلبي حکومت پر خلکو واکمن شي.

عبدالله د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی، چې د خلکو رایو ته درناوی ولري او قانون دې عملي کړي.

د هغه په وینا له ټاکنو کمېسیون یې ټولې غوښتنې قانوني دي، خو وايي، دغه کمېسیون د دوی غوښتنو ته غوږ نه نیسي او د یوه ځانګړي ټیم فرمایشات عملي کوي.
 
هغه د خپلې لیکنې په پای کې ویلي، هغوی چې ټاکنو ته د تېرو ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په سترګه ګوري، چې بیا به یو ګډ حکومت رامنځ ته شي دا خوبونه دې له سره وباسي.

ځکه د ده په وینا دا ځل خلک ده او ثبات او همپالنې ټیم ته اجازه نه ورکوي، چې د ۲۰۱۴ کال واټن و وهي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ډېر ژر به د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

هغې ویلي، څرنګه چې په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي نو کمېسیون به د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.
 
نوموړې زیاته کړې « په مجموع کې پرېکړه داده چې د خلکو انتظار پای ته ورسول شي او لومړنۍ پایلې به ډیر ژر اعلان کړو، ځکه ستونزې باید ټولې شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې ټینګار کړی، چې له دې وروسته که چا شکایت درلود کولی شي، د شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي.

په ورته وخت کې مېرمن نورستاني دا هم ویلي، چې لا هم په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې او څېړنې بهیر پر وړاندې ستونزې شته او دا بهیر نه دی پیل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي