کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د سلګونه میله وسلو او یوه اندازه نشه يي توکو د کشف او نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسلې او نشه يي توکي د ننګرهار سرحدي دوربابا ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانګړو پولیسو په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ۱۲ میله کلاشنکوفونه او ۳۳ میله تومانچې کشف او نیولې دي.
دغه راز وزارت زیاتوي، چې په همدې عملیاتو کې د چرسو ۷۶ بنسې هم نیول شوې او په تړاو یې دوه تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل