د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس سیمه کې ځانګړي عملیات وکړل، چې پر مهال یې د طالبانو د ماین جوړولو دغه مرکز کشف او له منځه یووړ.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د قوماندان کریم په مشرۍ د طالبانو ډلې د افغان ځواکونو او ټولګټو پروژو د په نښه کولو لپاره ګڼ شمېر پرسونل صد او د لین سوز په یوه مرکز کې ځای پر ځای کړي و، چې د ملي امنیت له خوا له منځه یووړل شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل