کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو کابل کې شبږ تنه د بېلا بېلو جرمونو په ځانګړي ډول د چپاولګرۍ، د مرګ د ګواښ او نشه يي توکو د پلو په تړاو نیولي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مجرمین د کابل ښار د ۱۳،۱۵ او ۱۷ مې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په ۱۷ امنیتي حوزه کې یو کس د چپاولګرۍ په تړاو له یو شمېر قیمتي مالونو او غلا شویو پیسو سره یو ځای نیول شوی دی.
دغه راز د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې درې تنه د مرګ د ګواښ او وهلو ډبلو په تړاو نیول شوي دي.
همدارنګه د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلو په تور نیول شوي دي.
د یادونې ده، چې د کورنیو چارو له تېرو څو ورځو راهیسې پلازمېنه کابل کې د جنايي مجرمینو پر ضد سخته مبارزه پیل کړې، چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې ده.
وزارت د دغه مبارزې لپاره د امنیتي حوزو د منسوبینو تر څنګ د وزارت تر ۱۰۰۰ تنه پورې پرسونل هم له درې سوه رنجرو سره موظف کړي، چې کابل ښار کې غله، قاتلین، لنډغر او نور مجرمین ونیسي.
د دغه مبارزې له پیل راهیسې په تېرو څلور پنځو ورځو کې تر ۵۰ پورې جنایي مجرمین نیولي، چې یو شمېر یې خطرناک هم دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د مجرمینو پر وړاندې به د دوی مبارزه تر هغې پورې دوام وکړي، تر چې کابل ښار ترې پاک او امنیت تامین شوی نه وي.
جمهورخبري آژآنس:کابل