۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

پاکستان، امریکا، افغانستان او طالبان د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان، امریکا، افغانستان او طالبان د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي.
پاکستان، امریکا، افغانستان او طالبان د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان، امریکا، افغانستان او طالبان د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاه محمود قریشي په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې امریکا او پاکستان ټول په دې نظر دي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید له سیاسی لارو حل شي.

قریشي ټینګار کړی، چې څلور واړه لوري دې هوکړې ته رسېدلي چې د جګړې پر ځای به د سولې خبرې کوي.

د هغه په وینا پاکستان له امریکا سره ژمنه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي، خو زیاتوي، چې په دې برخه کې باید د سیمې نور هېوادونه هم همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي راتلونکۍ اوونۍ به کابل ته سفر کوي او له افغان چارواکو سره په کتنه کې به د سولې په اړه ورسره خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي