۰

پاکستان پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړي دي

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
وروسته له هغې چې امریکا په واشنګټن کې پر پاکستاني دیپلوماتانو بندیزونه وضع کړل، پاکستان هم په ورته اقدام لاس پورې کړی او پر امریکايي دیپلوماتانو یې بندیز لګولی دی.
پاکستان پر امریکايي ديپلوماتانو بندیزونه وضع کړي دي
وروسته له هغې چې امریکا په واشنګټن کې پر پاکستاني دیپلوماتانو بندیزونه وضع کړل، پاکستان هم په ورته اقدام لاس پورې کړی او پر امریکايي دیپلوماتانو یې بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا څه موده وړاندې پر پاکستان دیپلوماتانو د بندیزونو لګولو پر مهال ویلي و، چې له دې بندیزونو وروسته پاکستاني ديپلوماتان نه شي کولی، چې له ټاکلې محدودوې ډېر په امریکا کې د ننه سفرونه وکړي.

له دې وروسته پاکستان هم په امریکایي ديپلوماتانو وروته بندیزونه لګولي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي دغه بندیزونه سر له نن پر دغه دپيلوماتانو د عملي کېدو وړ دي.

باید و ویل شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له دې راولاړې شوې چې یوه امریکایي ديپلومات په اسلام اباد کې یو پاکستانی په ترافیکي پېښه کې و واژه.

دغه ديپلومات تر اوسه په پاکستان کې ګرځول شوی او د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي