۰

د پاکستان پوځ وايي امریکا دې د سولې تر راتګه افغانستان کې پاتې شي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې له پاره مهم دی او امریکايي ځواکونه باید د سولې تر راتګ پورې په افغانستان کې پاتې شي.
د پاکستان پوځ وايي امریکا دې د سولې تر راتګه افغانستان کې پاتې شي
د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې له پاره مهم دی او امریکايي ځواکونه باید د سولې تر راتګ پورې په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي د پاکستان حکومت او پوځ په یوه خوله په دې نظر دی، چې امریکایي ځواکونه دې د سولې تر راتګ، د امنیت تر تامین او د ثبات تر ټېنګېدو په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او پاکستان هڅه کوي ددغه هېواد په سوله او امنیت کې همکاري وکړي.

جنرال غفور زیاته کړې، که په افغانستان کې جګړه روانه وي او سوله را نه شي نو ټوله سیمه به نارامه شي او له دې مسئلې پاکستان هم امن نه شي پاتې کېدلی.

هغه دا تورونه هم رد کړل، چې ګنې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ویې ویل، چې نړیوال د پاکستان له همکارۍ پرته د القاعده او نورو وسله والو ترهګرو ډولو پر وړاندې مبارزه نه شي کولی.

پاکستان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دغه هېواد په نړیواله کچه د ترهګرو په ملاتړ تورن او له همدې امله تر سختو فشارونو لاندې دی.

امریکا د ترهګرو څخه د ملاتړ په خاطر پر دغه هېواد میلیونه ډالره مرسته بنده کړې او په جدیت یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې ټولې ترهګرې ډلې وځپي او افغانستان ته یې د اوښتو منخیوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي