۰

د خلیلزاد د کار دوام ته د پاکستاني خوشحالي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
پاکستان د امریکا د ولسشمر جوبایډن د نوې ادارې له خوا د افغان سولې لپاره د ټرمپ د واکمنۍ ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کار دوام ته خوښي ښودلې ده.
د خلیلزاد د کار دوام ته د پاکستاني خوشحالي
پاکستان د امریکا د ولسشمر جوبایډن د نوې ادارې له خوا د افغان سولې لپاره د ټرمپ د واکمنۍ ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کار دوام ته خوښي ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه خبري غوډه کې د خلیلزاد د کار دوام ګټور ګام بللی دی.

نوموړي ویلي، د خلیلزاد د کار دوام په دې مانا دی، چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده او پاکستان هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

قریښی زیاته کړې، ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په وینا یې پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره د سولې په برخه کې همکاریو ته تیار دی.

پاکستان یو ځل بیا ځان د افغانستان سولې ته ژمن بللی دی او په وینا یې په افغانستان کې د ثبات په راتګ سره به ټوله سیمه له ثبات برخمنه شي.

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا یې هم د سولې په برخه کې پر همکاریو شک موجود دی او داسې انګيرل کېږي چې دغه هېواد یوازې د خپلو ګټو لپاره د سولې نمایشي هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي