۰
امریکا:

پاکستان باید د امریکا باور خپل کړي اوسني اقدامات یې کافي نه دي

شنبی ۱۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د دوی باور دې بېرته خپل کړي او له امریکا سره دې د صادقانه چلند ګامونه پورته کړي.
پاکستان باید د امریکا باور خپل کړي اوسني اقدامات یې کافي نه دي
امریکا یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د دوی باور دې بېرته خپل کړي او له امریکا سره دې د صادقانه چلند ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرت پالادینو په یوه خبري غونډه کې ویلي، د پاکستان اوسني اقدامات کافي نه دي او که غواړي د امریکا باور بېرته لاسه کړي، باید ډېر څه وکړي او له امریکا سره صادقانه ګامونه پورته کړي.

هغه د پاکستان او هند تر منځ نوې پرانستې لار ته په اشارې ویلي، دا یو ښه اقدام دی، خو د پاکستان دغه ډول اقدامات کافي نه دي، ځکه پاکستان له امریکا سره کلونه کلونه دوه مخی چلند کړی دی.

پالادینو دا هم ویلي، چې امریکا دمګړۍ له پاکستان سره د خبرو او مذاکراتو کوم پلان نه لري او پر دغه هېواد یې میلیونه ډالر مرسته بنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی، چې د نړیوالو باور خپل کړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې صادقانه چلند وکړي.

امریکا پر داسې مهال پر پاکستان دغه غږ کړی، چې په وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکې ترینګلې شوې او امریکا پرې ګڼې مرستې بندې کړې دي.

د دغه مرستو بندیدا په پاکستان کې د یوه لوی اقتصادي ناورین سبب شوې او همدا پرون جمعه د لیندۍ ۹ مه د پاکستان به بازارونو کې یو ډالر په ۱۴۲ پاکستانۍ کلدارو بدلېده چې دا د پاکستان په تېر تاریخ کې د ډالر پر وړاندې د پاکستاني کلدراو د غورځېدا تر ټولو ټيټه بیه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي