د اسلامي همکاریو سازمان وایي، نایجریا افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو په خاطر یو میلیون ډالر مرسته د بشردوستانه مرستو امانت صندوق ته ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان د نایجریا د یادې مرستې مننه کړې وايي، دا مرستې به افغانستان کې پر بېوزله خلکو په شفاف ډول و وېشل شي.
د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د مرستو په خاطر د دوی هڅې دوام لري او دغه سازمان له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام ته ژمن دی.
دغه سازمان له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې خپلې مرستې د افغانستان لپاره د جوړ شوي بشردوستانه مرستو د امانت صندوق ته ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل