۰
اصیلا وردګ:

د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال قونسلانو په غلا او چور پیل کړی

یکشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۲
د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمېسیون افغان کمېشنره اصیلا وردګ وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال قونسلانو په غلا او چور پیل کړی دی.
د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال قونسلانو په غلا او چور پیل کړی
د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمېسیون افغان کمېشنره اصیلا وردګ وايي، د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان یو شمېر سفیرانو او جنرال قونسلانو په غلا او چور پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن وردګ ټینګار کړی، چې دغه سفیران او جنرال قونسلان په یوه او بل نامه له خلکو پیسې اخلي.

مېرمن وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي کره شواهد لري، چې دغه کسان د قونسلي اسنادو د تایید او پاسپورټونو د اخیستو او تایید په بدل کې له خلکو له ټاکلې اندازې زیاتې او غیر قانوني پیسې اخلي.

نوموړې زیاته کړې، ډېری سفیرانو خپل کار کوونکي په دې بهانه چې معاشونه یې بند شوي په خپلو کورونو باندې کېنولي او د دغه کسانو معاشونه خپلو بانکي اکونټونو ته استوي.

اصیلا وردګ وايي، سره له دې چې هر سفیر یا جنرال کنسل په سفارت او اکنسلګرۍ کې د اوسېدو ځایونه لري، خو بیا یې هم د ځان لپاره جلا استوګن ځایونه کرایه کړي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو د کمېسیون افغان کمېشنره اصیلا وردګ پر بهرنیو چارو وزارت غږ کړی، چې د دغه ډول چور او غلا مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر رییس ذاکر جلالي ویلي، له افغانستان بهر ټول سفیران او د افغانستان استازي د دوی تر څار لاندې دي او هغه کسان چې له بیت المال سره خیانت کوي حساب به ور سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي