۰

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان د تاوتریخوالي د ژر بندېدو غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې د درېدو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې.
د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان د تاوتریخوالي د ژر بندېدو غوښتنه وکړه
د اسلامي همکاریو سازمان یا OIC یو ځل بیا په افغانستان کې د روانې جګړې د درېدو او ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون چهارشنبې د زمري ۱۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کچې په لوړوالي اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمد العثمین ویلي، دوی په افغانستان کې د هغه سولې ملاتړ او هکاري کوي، چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخ ته ولاړې شي.

نوموړي ټینګار کړي، چې رښتینې او تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې روان تاوتریخوالی ودرول شي او د اوربند په کولو د سولې خبرې پیل شي.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر، جنرال افغانستان کې روان تاوتريخوالی په کلکو ټکو غندلی او ويلي يې دي، چې دغه سازمان يو ځل بيا د ترهګرۍ ټولو ډولونو پر وړاندې په خپل کلک او اصولي دريځ باندې ټينګار کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې جګړه ورځ نه بلې ته زور اخلي او ډېر زیان پکې عامو ولسونو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي