نایجریا له افغانستان سره یو میلیون ډالر بشردوستانه مرسته کړې

14 حوت 1400 ساعت 9:00

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، نایجریا افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو په خاطر یو میلیون ډالر مرسته د بشردوستانه مرستو امانت صندوق ته ورکړې ده.


د اسلامي همکاریو سازمان وایي، نایجریا افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو په خاطر یو میلیون ډالر مرسته د بشردوستانه مرستو امانت صندوق ته ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان د نایجریا د یادې مرستې مننه کړې وايي، دا مرستې به افغانستان کې پر بېوزله خلکو په شفاف ډول و وېشل شي.

د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د مرستو په خاطر د دوی هڅې دوام لري او دغه سازمان له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام ته ژمن دی.

دغه سازمان له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې خپلې مرستې د افغانستان لپاره د جوړ شوي بشردوستانه مرستو د امانت صندوق ته ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com