۰

د اسلامي همکاریو سازمان: د سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان پر ښکېلو خواو غږ کړی، چې د سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان: د سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان پر ښکېلو خواو غږ کړی، چې د سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او غږ یې کړي، چې ژر تر ژره دې دغه تاتریخوالی کم کړای شي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې ځانمرګو بریدونو او نورو امنیتي پېښو د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

د دغه سازمان سازمان سکرتر جنرال ډاکټر يوسف العثيمين له ټولو افغان اړخونو غوښتي چې خپلې ټولې هڅې د سولې لپاره په کار واچوي او تاوتریخوالی راکم کړي.

نوموړي ویلي، د سولې دا هڅې بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره شي، چې د تېرې روژې مياشتې د اسلامي کنفرانس سرمشريزې غونډې کې يې هم ملاتړ شوى دى.

ډاکتر عثيمين زیاته کړې، چې تېر کال په مکه کې د نړۍ د علماوو په غونډه کې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ شوى و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي