د اسلامي همکاریو سازمان وايي، له افغانستان سره به یې د بشردوستانه مرستې دوام ولري او د دغه مرستو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې بشردوستانه خدماتو سره د مرستې او همکارۍ په برخه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
یاد سازمان وايي، دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي.
سرچینه کاږي چې په تازه مورد کې نایجیریا د افغانستان د اماناتو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده او تمه کېږي چې نور هېوادونه هم خپلې مرستې ډېرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل