۰

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه په وتلو پښماني وښوده

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۵۵
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه تر لنډې دمې نیولو وروسته ویلي، دی په دغه کار پښمانه دی.
د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه په وتلو پښماني وښوده
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه تر لنډې دمې نیولو وروسته ویلي، دی په دغه کار پښمانه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آسټن دغه پښمانتیا له فاکس نیوز سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې د ملي دفاع تر نامه لاندې یوه ناسته کې کړې ده.

په دغه تلوېزیوني غونډه کې د امریکا له دفاع وزیر څخه وپوښتل شول، چې آیا له افغانستان په وتلو پښمانه دي که نه؟ لوید آسټن تر ۱۰ ثانیې سکوت وروسته و ویل«هو واقعآ پښمانه یم.»

د امریکا د دفاع وزیر دغه سکوت او خبرو په نړیوالو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي دي.

د یادونې ده، چې اسټن، د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي تر دې وړاندې هم له افغانستانه په وتلو پښماني ښودلې او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتېژیکې ماتې، د مخکني افغان حکومت او افغان پوځ د پاشل کېدو لامل د دوحې تړون وو.

دی ویلي و د امریکا ولسمشر جوبایډن ته یې له افغانستان د ټولو ځواکونو د نه ایستلو وړاندیزونه کړي و او دا تمه یې نه درلوده چې بایډن به ټول سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي