۰

امریکا سناتوران هڅه کوي ټرامپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته قانع کړي

پنجشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
امریکايي رسنۍ وايي، ځینې امریکايي سناتوران هڅه کوي، تر څو ولسمشر ټرمپ دې ته قانع کړي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه راوباسي.
امریکا سناتوران هڅه کوي ټرامپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته قانع کړي
امریکايي رسنۍ وايي، ځینې امریکايي سناتوران هڅه کوي، تر څو ولسمشر ټرمپ دې ته قانع کړي، چې خپل سرتېري له افغانستان څخه راوباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سناتورانو له ډلې یو هم رن پال دی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه یې خورا اوږده بللې او ویلي یې دي، چې نور باید پای ته ورسول شي.

د هغه په وینا امریکا له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه کوي، تلفات ورکوي او پیسې لګوي، خو لا هم خو لا هم په دغه هېواد کې د امریکا موخه معلومه نه ده او ثبات نه دی راغلی.

سناتور پال ویلي امریکايي چارواکې په دې باور دي چې افغانستان ته به ثبات راولي، د ثبات تر راتګه به امریکايي ځواکونه هلته وي ان که دا موده پنځوس کاله هم وغځېږي.

د هغه په باور امریکا چې څومره پيسې په افغانستان کې لګوي، ښه به دا وي چې هغه په امریکا کې د سړکونو او پلونو په جوړولو ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په امریکا کې د پخوانیو سیاسي او نظامي چارواکو یوې ټولنې هم په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره ناکامه بللې او ویلي چې په افغانستان کې جګړه پراخه شوې ده.

دغه پخوانیو امریکايي چارواکو په راپور کې ویلي، نوې تګلاره نه یوازې بریالی نه ده، بلکې طالبانو لا هم جګړې ته زور ورکړی او ډېرې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي.

دغه راز په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې امریکا د طالبانو ضد جګړه کې دومره جدي هم نه ده او یوازې غواړي خپل مرکزونه وساتي.

ددوی په وینا سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د امریکا لپاره تر ټولو ستر تهدید دي خو لا هم واشنګټن دوی د ترهګرو په نړیوال لېست کې نه دي شامل کړي او هڅه کوي له دوی سره سیاسي مذاکرات وکړي.

راپور وايي، امریکايي او افغان ځواکونه به بریالي شي څو خپل مرکزونه وساتي، خو دوی به په دوامداره توګه تر فشار لاندې وي.

په امریکا کې د پخوانیو سیاسي او نظامي چارواکو دغه ټولنې د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره عملي، منطقي او جدي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي