۰

نیکولاس: ناټو به تر سولې مخکې له افغانستانه ونه وځي

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس وایي، ناټو په افغانستان کې د سولې تر تړون وړاندې نه وځي، بلکې همدلته به وي.
نیکولاس: ناټو به تر سولې مخکې له افغانستانه ونه وځي
په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس وایي، ناټو په افغانستان کې د سولې تر تړون وړاندې نه وځي، بلکې همدلته به وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه یوازې د افغانانو کار دی او ناټو هم دې همدې ملاتړ کوي.

نیکولاس د افغانانو تر منځ د سولې پر خپلمنځي خبرو ټینګار کړی او وايي، د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه یوازې افغانان کولی شي.

هغه زیاته کړې، چې له افغانستان د ناټو ځواکونو وتل په افغانستان کې له سولې سره تړلي او تر هغې به دلته پاتې وي څو پورې چې افغانان یو سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړي، چې ناټو له امریکا سره یو ځای افغانستان ته راغلې او یو ځای به له افغانستانه وځي، خو په وینا یې د تل لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو هیله نه لري.

د ناټو ملکي استازی وایي، دوی په افغانستان کې د داسې سولې غوښتونکي دي چې ناټو ډاډ تر لاسه کړي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي