د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره تر ۱۴۴ میلیون زیات ډالرو مرسته اعلان کړه، چې د بېوزلو سره د مرستې په برخه کې به ولګول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دغه مرستو د اعلان تر څنګ د افغانستان د خلکو پر راتلونکي ثبات ټينګار وکړ.
بلېنکن پرون جمعه د لړم ۷ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې امریکا له افغانستان سره تر ۱۴۴ میلیون زیات ډالرو بشردوستانه مرسته کوي.
نوموړي ویلي«موږ د افغانستان راتلونکي ثبات ته ژمن او ملاتړي یې یو، موږ به د دیپلوماسۍ له لارې له افغانستان سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې وکړو.»
د امریکا له خوا دا مرسته پر داسې مهال اعلانېږي، چې دغه هېواد د افغانستان کابو ۱۰ میلیارد ډالره پانګه کنګل کړې، په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس افغانستان کې تر ۲۳ زیات خلک له لوږې سره مخ دي او بشري ناورین را روان دی.
جمهورخبري آژانس:کابل