د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

14 حوت 1400 ساعت 6:55

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، له افغانستان سره به یې د بشردوستانه مرستې دوام ولري او د دغه مرستو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


د اسلامي همکاریو سازمان وايي، له افغانستان سره به یې د بشردوستانه مرستې دوام ولري او د دغه مرستو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې بشردوستانه خدماتو سره د مرستې او همکارۍ په برخه خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

یاد سازمان وايي، دوی په همدې موخه د افغانستان د اماناتو صندوق رامنځ ته کړی دی او په هغه کې به د افغانستان لپاره مرستې راټولېږي او تر هغه وروسته به د افغانستان د خلکو لپاره لګول کېږي.

سرچینه کاږي چې په تازه مورد کې نایجیریا د افغانستان د اماناتو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده او تمه کېږي چې نور هېوادونه هم خپلې مرستې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com