۰

ملګري ملتونه: له ژمنه شوو مرستو مو یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړې

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۷
د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې، له افغانستان سره د ژمنه شوو مرستو ۱۲ سلنه یې ترلاسه کړې ده.
ملګري ملتونه: له ژمنه شوو مرستو مو یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړې
د ملګرو ملتونو مطبوعاتي برخې، له افغانستان سره د ژمنه شوو مرستو ۱۲ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره شاوخوا ۴ نیم میلیارده ډالر غوښتي وو او نړۍ هم ورسره ددې مرستو ژمنه کړې وه، خو تر دې دمه یې یوازې ۱۲ سلنه تر لاسه کړي دي.

دغه اداره زیاتوي، چې دوی هڅه کوي په شفافه توګه د بشردوستانه مرستو د وېش لړۍ ادامه ولري له همدې امله یې د څارنې ځانګړې ډلې هم رامنځ ته کړې، څو د دې مرستو پر وېش نظارت او څارنه وکړي.

ملګري ملتونه وایي نړیوالو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او د بشري ناورین د پراختیا مخه ډب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي