د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې دبشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې له ځانګړي استازي سره تېره ورځ ناوخته په کابل کې لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه لیدنه کې په یو شمېر مسایلو خبرې شوې او د یاد سازمان غړو ویلي، دوی غواړي له افغان بزګرانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې ځانګړي استازي عمر تاسلي افغان بزګرانو ته د مالدارۍ، د عصري کرنیزو فارمونو جوړولو او ابو لګولو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده.
خبرپاڼه وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د خونې له چارواکو غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر لویو او وړو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان ته د هر ډول پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل