د اسلامي همکاریو سازمان له افغان بزګرانو سره مرسته کوي

3 حوت 1400 ساعت 8:52

د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې دبشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.


د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې دبشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دې خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې له ځانګړي استازي سره تېره ورځ ناوخته په کابل کې لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه لیدنه کې په یو شمېر مسایلو خبرې شوې او د یاد سازمان غړو ویلي، دوی غواړي له افغان بزګرانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې ځانګړي استازي عمر تاسلي افغان بزګرانو ته د مالدارۍ، د عصري کرنیزو فارمونو جوړولو او ابو لګولو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده.

خبرپاڼه وايي، د اسلامي همکاریو سازمان د خونې له چارواکو غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر لویو او وړو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان ته د هر ډول پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com