د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ټولو اسلامي هېوادونو يې غوښتي، چې دغه جګړه تحریم کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه نایجیریا کې په خپله وروستۍ غونډه کې له افغان سولې ملاتړ هم اعلان کړی دی.
د غونډې په پرېکړه لیک کې له افغانستان سره په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو همکاریو ټينګار شوی وايي، افغان سوله د دوي له بشپړ ملاتړه برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وايي، ښکېلې خواوې دې نور د عامو مسلمانانو له وژلو لاس په سر شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
د اسلامي همکاریو سازمان همدا راز پر نورو غړو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي او ددغه هېواد د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې، د اندونیزیا، بنګله دېش، سعودي عربستان دیني عالمانو، د اسلامي هېوادونو ټولنې او ان د فلسطین لوی دیني عالم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل