د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي، راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د جلغوزو په لېږد پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي، د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي.
په ورته وخت کې د یادونې خونې د بهرنۍ کمېټې مسؤل اذرخش حافظي ویلي، چین دې ته متمایل دی څو له افغانستان سره د جلغوزو په برخه کې راکړه ورکړه زیاته کړي.
د یادونې ده، چې دا به د اسلامي امارت په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه جلغوزې بهر ته صادروي.
جمهورخبري آژانس:کابل