۰

د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت نه اندېښمن دي.
د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت نه اندېښمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان سوداګر هم تر یوه بریده په سوداګریز بهیر د کرونا منفي تاثیرات مني، خو زیاتوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم نه دی توانېدلی، چې ګاونډیو هېوادونو سره هغه ستونزې حل کړي.

د دوی په وینا همدغه ستونزې دي، چې لا تر اوسه ورسره افغان صادرات له مشکلاتو سره مخ دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې د کرونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.

دوی وايي، تر اوسه یې نږدې ۲۰ زره میټریک ټنه صادرات تر سره کړي او هیله څرګندوي، چې د مالي کال په وروستیو دوو ربعو کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا هم د سوداګرۍ له وزارت نه غوښتنه کوي، چې باید د صادراتو د پراختیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي