د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې خپلواکې ټولنې په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې مسوولینو دغه لېوالتیا د افغانستان د سوداګرۍ او صعنت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره په لینه کې ښکاره کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سوداګرۍ وزیر پرون د لیندۍ ۲۰ مه د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې خپلواکې ټولنې له مسوولینو سره ولیدل.
دی وايي، په دغه لیدنه کې د ترکیې د یادې ټولنې چارواکو په بېلا بېلو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی وښود.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر هم ترکي لوري ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې او زمینې ورته برابرې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل