۰

پاکستان له افغانستان سره د صادراتو کچه ۵ میلیارد ډالرو نه رسوي

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۳
د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ او پانګونې چارو سلاکار وايي، حکومت په پام کې لري، چې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه پنځه میلیارد ډالرو ته ورسوي.
پاکستان له افغانستان سره د صادراتو کچه ۵ میلیارد ډالرو نه رسوي
د پاکستان د لومړي وزیر د سوداګرۍ او پانګونې چارو سلاکار وايي، حکومت په پام کې لري، چې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه پنځه میلیارد ډالرو ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالرازق داوود په تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان به دغه کار په راتلونکو درې کلونو کې وګړي.

د هغه په وینا له دې وروسته باید پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري د بنسټونو د مدرن کولو په وسیله باید مستند او رسمی کړای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري درې اړخونه لري، چې یو یې ترانزیټي سوداګري، بله دوه اړخیزه او درېیمه یې هم غیر رسمی سوداګري ده.

دی وايي، د دوو هیوادونو ترمنځ تېر کال غیررسمي راکړه ورکړه د دوه ملیون ډالرو برابر وه او له دې داسې ښکاري چې د دوو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې امکانات ډېر دي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار دا هم ویلي، چې دواړه هیوادونه په خپل منځ کې د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو په لېرې کولو او په خپل منځ کې د ازاد تجارت د پیلولو په اړه په خبرو بوخت دي.

د یادونې ده، چې پاکستان تل د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانیتاو رامنځ ته کولو او پراخلو ژمنې ورکړې، خو په هر ځل یې بېرته خپلې ژمنې ماتې کړې او د افغان سوداګرو پر وړاندې یې ډول ډول خنډونه رامنځ ته کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي