۰

د داعش د موټر بم بریدونو طراح نیول شوی دی

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش د موټر بم بریدونو یو طراح د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.
د داعش د موټر بم بریدونو طراح نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش د موټر بم بریدونو یو طراح د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه کس تېره شپه (د لیندۍ ۲۸ مه) د خوږیاڼو ولسوالۍ په کمبو سیمه کې نیول شوی دی.

د والي د ویاند په وینا ملي امنیت ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د داعش د موټر بم بریدون طراح له یوه بل تن سره چې داعش سره یې اړیکې درلودې نیول شوي دي.

نوموړی وایي له نيول شويو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، شپږ شاژورونه او يوه پرتله هم ترلاسه شوې او په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي