۰

ننګرهار: په هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي

پنجشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار: په هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، پر دغه وسله والو پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه ماښام مهال د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې برید وشو.

سرچینه وايي، طالبان په یاده سیمه کې په یوه پټنځای کې راټول شوي و او پر امنیتي پوستو د برید تابیا یې کوله، چې افغان هوايي ځواک په نه کړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي